نړیوال کریکټ

د استرالیا کرکټ بورډ مشر د یو شمیر نیوکو وروسته استفاء ورکړه.

د استرالیا کرکټ بورډ مشر «ارل ایډینګز» د چهارشنبه په ورځ د څو ایالتونو د مخالفت وروسته د کرکټ آسټرالیا د رییس په توګه استعفا ورکړه.

ارل ایډینګز له استفاء وروسته “ریچارډ فرویډنسټین” د پنجشنبې په ورځ د سپورت ادارې عمومي غونډې دمخه د استرالیا کرکټ بورډ موقت مشر وټاکل شو.

د استرالیا رسنیو خبر له مخې چې فریډینسټین به د موقتي رییس په توګه کار وکړي تر هغه چې د استرالیا کرکټ بورډ لپاره رسمي مشر نه وي ټاکل شوی.

فریډینسټین د موقتي مشر په توګه له اعلان وروسته ډاډ څرګند کړ چې د کرکټ استرالیا لپاره په اخلاص کار کوي، نوموړي زیاته کړه چې د نړیوالې ناروغۍ وبا له امله یې کورنۍ او نړیوال کرکټ له ستونزو سره مخ دی، خو هیله مند دی چې هرڅه به بېرته سم پر مخ لاړ شي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکي نومبر میاشت کې افغانستان او استرالیا یوازینۍ تاریخي ټیسټ لوبه ترسره کړي، که څه هم استرالیا یې د لغوه کېدو ګواښ کړی، معلومه نده چې د موقتي مشر په راتګ به دغه سیالۍ ته د ترسره کېدو زمینه برابره شي، یا هم همداسې ترنامعلوم وخت ځنډیدلي پاتې کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې