دلوبغاړو په اړهمرکې

جاوید میانداد: په یو یا دوه لوبغاړو تکیه کول به په نړیوال جام کې د پاکستان چانس زیانمن کړي.

د پاکستان پخواني کریکټر “جاوید میانداد” په اعلان شوي نوملړ کې په هر لوبغاړي غږ کړی چې ګام پورته کړي او په شل اوریز نړیوال جام کې د بریا ترلاسه کولو لپاره خپل مسؤلیت واخلي.

پاکستان به شل اوریزه نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۴ مه نېټه د هندوستان، وروسته د نیوزیلینډ، افغانستان او دوه نورو لوبډلو سره مخ کیږي.

په کراچۍ کې د رسنیو سره خبرو پر مهال جاوید میانداد وویل چې هر لوبغاړی باید ښه لوبه وکړي ترڅو پاکستان د دویم ځل لپاره شل اوریز نړیوال جام وګټي.

میانداد وویل: ” لوبډله اړتیا لري په همغږۍ سره لوبې وکړي، هر لوبغاړی باید هغه څه ترسره کړي چې کولای یې شي، ځکه چې په یو یا دوه لوبغاړو تکیه کول به په نړیوال جام کې د پاکستان چانس زیانمن کړي.

نوموړي وویل چې د ۲۰۰۹ م کال اتلوالۍ پر مهال د دوی میډل ارډر د فشار له امله ناتوانه وو چې له زیاتو انتقادونو سره مخ و، هغه وویل چې سږ کال به ټول باور او هیلې بابر اعظم پورې تړلي وي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان لوبډله اوس مهال د توپ اچونې معتبر سایډ لري چې کولای شي د نړۍ هر ډول قوي بیټینګ لین اف ته ستونزې جوړې کړي.

میانداد زیاته کړه” د هند پر وړاندې لوبه باید له ویرې او فشار پرته ترسره شي، لوبغاړي ماشومان نه دي، دوی باید په ځان باور رامینځته کړي ترڅو د فشار وضعیت او فشار سیالۍ باندې بریالي شي، پاکستاني لوبغاړي اړتیا لري چې هر بال په وړتیا ولوبوي، ټوله لوبډله باید دا ذهنیت غوره کړي او د پیسو په اړه فکر ونکړي، او که دوی ښه لوبه وکړي، نو دوی به حتما پیسې وګټي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې