دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

انجلیو میتیوز نړیوال کرکټ ته د رستنېدو لپاره سریلانکا کرکټ بورډ ته ایمیل کړی.

د سریلانکا آل راونډر انجیلو میتیوز ممکن د انتخاب لپاره ځان چمتو کولو وروسته په نږدې راتلونکي کې د خپلې ملي لوبډلې لپاره نړیوال کرکټ ته راستون شي.

د تېرې جولای په میاشت کې تجربه لرونکي الراونډر وویل چې هغه د سریلانکا کرکټ بورډ لخوا وړاندیز شوي مرکزي قرارداد له لغوه کولو وروسته د تقاعد په اړه فکر کوي.

میتیوز ویلي و چې هغه او د سریلانکا نورو لوړ پوړو لوبغاړو سره د سریلانکا کرکټ بورډ چلند له امله نا امید شوی و، هغه د شخصي وجوهاتو له امله له وتلو وروسته د جولای په میاشت کې د هند پروړاندې دوه اړخیزه یو ورځنۍ او شل اوریزه لړۍ ونه لوبوله.

د دریو میاشتو څخه وروسته میتیوز یوځل بیا د ملي لوبډلې لباس اغوستلو ته لیوالتیا وښوده، په ESPNcricinfo کې د راپور پراساس میتیوز سریلانکا کرکټ بورډ ته د هغه پلانونو په اړه بریښنالیک لیږلی چې بېرته د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شي.

د انجلیو متیوز د دغه ایمیل په اړه سریلانکا کرکټ بورډ او خپله انجلیو میتیوز تراوسه څه ندي ویلي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې