بهرني لوبغاړيلیګونهمرکې

ډیویلرز د بنګلور لوبډلې له ټولو مینوالو بخښنه غوښتې.

په هند غوره لیګ سیالیو کې د بنګلور لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي اې بي ډيویلرز له ټولو مینوالو بخښنه غوښتې.

ډيویلرز زیاته کړه:” موږ په رشتیا ډېر زیات مینوال درلوده، چې په هند غوره لیګ سیالیو کې یې زموږ حمایت کوی او موږ یې تشویقولو، زه په رشتیا سره له ټولو مینوالو بخښنه غواړم، چې بنګلور لوبډلې ته مي جام ور په برخه نه کړ.”

نوموړی یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تېر ماښام کلکتې لوبډلې په ۴ ویکټو بنګلور ته ماتې ورکړه او له مخکې تګ څخه راوګرځول، چې په دې سره کلکتې نېمه پایلوبې ته لاره پېدا کړه.

په پرونۍ لوبه کې ډيویلرز د خپلې لوبډلې لپاره په ۹ توپونو باندې ۱۱ منډې کړې او خپله ویکټه یې د سونیل ناراین په توپ له لاسه ورکړه.

په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې بنګلور لوبډلې تر دې دمه پورې یو ځل هم جام په خپل نوم نه دی کړی، دا ځل یې غوښتل چې د آی پي ایل سیالیو اتلوالې خپله کړي، خو د زیات کوښښ سره سره یې هیلې په اوبو لاهو شوی.

د یادونې ده، چې د بنګلور لوبډلې لوبغاړي، مینوال او مالکین د تیري لوبې تر بایللو وروسته زیات خفه شوه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې