افغانستان کریکټمقالېنړیوال کریکټ

په ستونزو پسې ستونزې، د افغان کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ تمریناتي لوبه چې د سویلي افریقا خلاف ترسره کیږي له خطر سره مخ ده.

ټاکل شوې ده چې شل اوریزه نړیوال جام د روانې اکتوبر په ۱۷ مه نېټه پیل شي، خو د سوپر ۱۲ لوبډلو ترمنځ لوبې د اکتوبر په ۲۳ مه پیلیږي.

ټاکل شوې ده چې د سوپر ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رسمي لوبو وړاندې دوه دوه تمریناتي سیالۍ هم د اکتوبر ۱۸ مه او ۲۰ مه نېټه ترسره شي.

افغان لوبډله له هم په قطر کې خپلو تمریناتو ته ادامه ورکوي په داسې حال کې د نړیوال تمریني سیالۍ ته یوازې ۶ ورځې پاتې دي.

داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې متحده عربي اماراتو ته د ورتلونکو لوبغاړو ۶ ورځې قرنطین لازمي دی، دغه شپږ ورځې لازمي قرنطین افغان لوبډله ته په تمریناتي سیالۍ کې ستونزې جوړولی شي.

خو افغان کریک انفو ته داسې معلومات ورکړل شوي دي چې د افغان لوبډبې یو شمېر مهم لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته رسېدلي چې د قطر خلاف بېګانۍ تمریناتي سیالۍ کې یې هم شتون نه درلود.

سرچینې زیاتې کړه چې د یو شمېر اففان لوبغاړو او کلرمندانو وېزې ستونزه له هم په خپل ځای ده چې له امله یې قطر هېواد کې پاتې دي.

بلخوا د افغان لوبډلې ځینې مهم لوبغاړي چې د شل اوریزه نړیوال جام نوملړ برخه هم ده، له وړاندې عربي اماراتو ته رسېدلي دي.

محمد شهزاد، کریم جنت، رحمن الله ګربز، محمدنبي، راشدخان او مجیب الرحمان هغه شيږ افغان لوبغاړي دي چې په تجاراتي لیګونو کې د لوبېدو په موخه له هېواده بهر تللي وو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې