دلوبغاړو په اړهلیګونه

ورینډر سیهواک: فکر نه کوم چې ممبيي لوبډله به هارډيک پانډيا له ځان سره وساتي.

سږنیو ای پي ايل سيالیو کې ممبۍ انډيانز لوبډله د توقع خلاف ونه توانیده چې پلې اف پړاو ته لار ومومي او یادې لوبډله د جدول په پنځم مقام کې پاتي شوه.

ممبۍ انډيانز هغه لوبډله ده چې پنځه ځلې یې د ای پي ايل سيالیو سيالیو اتلوالي خپله کړي وه.

په سږني موسم کې د یادې لوبډلې مهم لوبغاړی هارډیک پانډيا وو،چې د ټپونو له کبله یې ونشول کولای چې د ممبۍ لپاره هغه شان چې لازمه وه لوبې ترسره کړي.

ورینډر سیهواک وایي،که هارډیک پانډيا همداسې ټپي وي،فکر نه کوم چې ممبۍ انډيانز لوبډله یې راتلوونکي ای پي ایل لپاره له ځان سره وساتي.

نوموړی زیاتوي،چې شاید یوه لوبډله هم نوموړي اخیستو ته زړه ښه نه کړي.
«نوموړی به بالینګ وکولای شي یا نه!،خو مهمه خبره د هغه فېټنیس دی.که چیرې نوموړی د لوبو لپاره فېټ وو،لوبډلې به یې واخلي او که چیرې همداسې روان وو.فکر نه کوم چې کومه لوبډله د هغه له ځان سره واخلي.»

د یادونې وړ ده چې راتلوونکي پړاو ای پي ایل سيالۍ به د مینه والو لپاره پدې ډيرې جالبې وي چې دوه نوي لوبډلې هم پکې اضافه کیږي.همداشان په راتلوونکي لیګ به یو شمیر قوانین هم رامنځ ته شي چې له مخې يې کوم لوبغاړی له سلو مترونو هاخوا شپږیزه ووهي.اته منډې به ورته حسابیږي.

ددې ترڅنګ په دایرې اورونو کې هم تغیرات رامنځ ته کیږي.چې لومړیو څلورو اورونو پورې به پاور پلې وي.بیا د پاور پلې پاتي دوه اورونه به بېټسمینانو پورې اړه لري چې په کوم حالت کې یې اخلي.خو شرط به دا وي چې د پاور پلې دغه اورونه به د لسو اورونو څخه وروسته اخیستل کيږي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې