بهرني لوبغاړيلیګونهمرکې

وارون چکرورتي: خلکو راته ویل چې کاش مړ شوی وای!

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی سلو توپ اچونکی وارون چکرورتي، چې د لومړي ځل لپاره د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره په نړیوال شل اوریزه جام سیالیو کې لوبیږي وايي، چي کله کرونا شوم زیاتو خلګو راته په پېغامونه کې ویل چې کاش مړ شوی وای.

چکرورتي د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې له کلکتې لوبډلې سره لوبیږي، یادې لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د چکرورتي یوه ځانګړې مرکه خپره کړې.

له یادې ویډیو سره کلکتې پر خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلې” په داسې نړۍ کې چې له تاسو د هر څه تمه کيدلی شي، د روانې روغتيا په دې ورځ مهربانه اوسی، راځی چې تعهد وکړونور به په ټولنيزو رسنيو توهين امېزه ليکنې نه کوو، ځکه چې تاسو په دې نه پوهيږئ چې دا کار مو ډېر ځورونکی دی.”

د هند غوره ليګ د هغو سياليو پر مهال چې په هند کې روانې وې، د نورو لوبغاړو سربېره د وارون چکرورتي د کرونا ټيسټ هم مثبت شوی وو، له همدې امله د هند کرکټ بورډ د دې ليګ پاتې سيالۍ وځنډولې.

د هند غوره ليګ مينوالو په ټولنيزو رسنيو له کرکې ډکې ليکنې کولې او د دغه ليګ د ځنډ عاملين يې هغه لوبغاړي بلل، چې د کرونا ټيسټ يې مثبت شوی وو، دغو خلکو ويل چې لوبغاړو وقايوي لارښوونې نه دي مراعت کړي نو ځکه په کرونا اخته شول او د دوی له امله هند غوره ليګ سیالۍ وځنډېلې.

وارون چکرورتي په دې ويډيو کې دا هم وويل، چې ځينو خلکو ورته د قرنطين پر مهال پيغامونه او ايمېلونه ليږل چې له کرکې ډک وو، هغه وايي چې ان ځينو خلکو به راته ليکل چې کاش ته مړ شوی وای، دغه خلک په دې خاطر غوصه وو، چې فکر يې کوی د هند غوره ليګ د وارون له امله ځنډول شوی دی.

وارون وايي چې هغه نه پوهېدی چې د هغه د کرونا مثبت ټيسټ به په هند غوره ليګ دومره منفي اغېزه وکړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې