افغانستان کریکټ

ملي لوبډله په زیات احتمال سره نن اماراتو ته خپل سفر ترسره کوي.

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه نن ماښام له قطر څخه اماراتو ته روانه شي.

کرکټ بورډ کې یو سرچینی زیاته کړې، چې که د ټولو لوبغاړو د کرونا پایلې منفي شي، نو د کرکټ ملي لوبډله به نن ماښام د قطر پر وخت ۷ بجې متحده عربي اماراتو ته خپل سفر پېل کړي.

ملي لوبډله پر داسې مهال له قطر څخه اماراتو ته خپل سفر ترسره کوي، چې راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام سیالیو ته یوازې ۵ ورځې پاته دي.

افغان ملي لوبډله به اماراتو ته له رسېدو سره سم ۶ ورځنی قرنطین هم تېر کړي او له هغه وروسته به خپلو تمریناتو او لوبو ته را وګرځي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په قطر کې هم د نړیوال شل اوریزه جام سیالیو لپاره تمرینات ترسره کړې او نن یې د قطر ملي لوبډلې ته په یوه تمریناتې شل اوریزه لوبه کې د ۳۳ منډو په توپېر ماته وکړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې