لیګونه

سونیل ناراین د بنګلور لوبډلې ملا ور ماته کړه، او د هغوی ټولې هیلې یې په سیند لاهو کړې.

د هندوستان غوره لیګ په مهمه الیمینټور سیالۍ کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د سونیل ناراین په مټ بنګلور لوبډله ماته کړه او د مخکې تګ څخه یې بې برخې کړه.

په سیالۍ کې بنګلور لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر یوازې ۱۳۸ منډې وکړې او کلکتې لپاره ۱۳۹ منډې هدف وټاکل شو.

بنګلور که څه هم ښه پیل واخیست خو وروسته یې سونیل ناراین ملا ور ماته کړه، نوموړي په ۴ اورنو کې ۲۱ منډې ورکړې خو ۴ مهمې ویکټې چې پکې ویراټ کوهلي، سريکار بهارت, ډیویلرز او ګلین مکسویل شامل وو.

ترڅنګ یې لوکي فرګوسن هم دوه ویکټې ترلاسه کړې، بنګلور ته ویراټ کوهلي ۳۹ زیاتې منډې وکړې.

کلکتې ټاکل شوی هدف د لوبې ۱۹.۴ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۴ ویکټو یې بریا ترلاسه کړه.

سونیل ناراین په توپ وهنه کې هم په ۱۵ توپونو د دریو شپږیزو په مټ ۲۵ منډې ترلاسه کړې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په دې سره بنګلور هم د پنځمې لوبډلې په توګه د «ای پي ایل» څخه بهر شوه، سبا د اکتوبر ۱۳ مه نېټه به کلکته د ډیلي خلاف ولوبیږي چې ګټونکي لوبډله به چینای سره پایلوبه ولوبوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې