دلوبغاړو په اړهلیګونه

د مهمې سیالۍ بایللو وروسته ډیویلیرز د ویراټ کوهلي په اړه خبرې وکړې.

رویل چېلنجرز بنګلور هغه لوبډله وه چې په روان ۲۰۲۱ کال ای پي ایل لیګ سيالیو کې ډيره ښه روانه وه او شاید تر اتلوالۍ هم رسیدلي وای،خو قسمت یې یاري ونکړه او تیره شپه یې کلکتې لوبډلې ته سيالي بایلوده او پدې سره د ای پي ایل لیګ څخه بهر شوه.

د یادې سيالۍ بایللو وروسته د بنګلور لوبډلې مینه وال او همداشان د یادې لوبډلې لوبغاړي سخت خواشیني شول.

خو اې بي ډيویلیرز چې پخپله بنګلور لوبډله کې هم لوبیږي.نوموړي ویراټ کوهلي ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې تاسو هغه لوبغاړی یاست چې د مینه والو په زړونو کې ځای لرئ.

نوموړي همداشان زیاته کړه،د خلکو په زړونو کې ځای او اعتماد لرل،د ټرافۍ ګټلو څخه هم ډير مهم دی.

ډیویلیرز ددې ترڅنګ ویراټ کوهلي ته په روان لیګ کې د ښې کپتانۍ د ترسره کیدو مبارکي هم ورکړه.

«مبارک دې وي چې پدغه لیګ کې د ډيره ښه کپتاني ترسره کړه.پدې هیله چې راتلوونکي کې مونږ ته او همداشان هندوستان ته نورې ټرافۍ هم وګټې.»
د یادونې وړ ده چې د ویراټ کوهلي دا په ای پي ایل سيالیو کې وروستۍ کپتاني وه او لدې وروسته به راتلوونکي پړاو کې نوموړی د بنګلور لوبډلې سره د یوه لوبغاړي په توګه لوبې ترسره کړي.

ویراټ کوهلي نه یوازې چې د بنګلور لوبډلې سره کپتاني وروستۍ وه،بلکې شل اوریزه پارمټ سيالیو کې به هم د هندوستان لپاره د نوموړي کپتاني وروستۍ وي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې