بهرني لوبغاړيریکارډونهنړیوال کریکټ

د زوکړې په ورځ یې په یو ورځنیو لوبو کې ستر ریکارډ جوړ کړ.

 په کم عمر کې په يوه نړيواله لوبه کې د سليزې وهلو ريکارډ چې مخکې د هندۍ لوبغاړې متهالي راج په نوم وو، د ايرلنډۍ ځوانې لوبغاړې امي هنټر لخوا تېره ورځ مات شو.

 امي هنټر چې پرون شپاړس کلنه شوه، د زيمبابوي ښځينه لوبډلې پر وړاندې یې په پنځوس اوريزه لوبه کې ۱۲۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په دې سره په نړۍ کې لومړنۍ لوبغاړې شوه چې په دومره کم عمر کې سليزه جوړه وي، هغې یادې منډې په ۱۲۷ توپونو جوړې کړې.

 دغه ريکارډ مخکې د متهالي راج سره وو، کله چې منهالي راج په پنځوس اوریزه لوبو کې لومړۍ سليزه ووهله، هغه مهال يې عمر ۱۶ کلونه او ۲۰۵ ورځې وو.

 امي هنټر خپله لومړنۍ نړيواله پنځوس اوريزه لوبه د روانې اکټوبر مياشتې په ۵مه نېټه د زيمبابوې پر وړاندې ترسره کړه.

ایرلینډ ښځینه کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه یو ورځینۍ لوبه کې زمبابوي ښځینه کرکټ ملي لوبډلې ته د ۸۵ منډو په توپیر ماتې ورکړ، له دې مخکې یوه لوبه زمبابوې او دوه بیا ایرلینډ ښځینه کرکټ ملي لوبډلې ګټلې وې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې