بهرني لوبغاړيمرکې

انډري رسل: کریس ګېل ماته ډېر څه را زده کړل.

د ویسټ انديز د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی چټک توپ وهونکی انډري رسل وایي، بل ویسټ انډیزي کریس ګېل د کرکټ په لوبه کې ډېر څه ور زده کړل.

انډري رسل د هند غوره لیګ په سیالیو کې د کلکتې لوبډلې سره لوبیږي، چې په دې لوبډله کې یې د شکیب الحسن او وینکتیش ایر سره په خبرو کې زیاته کړه:” کریس ګېل ماته ډېر څه را زده کړل، ګېل د شاټ وهلو په وخت کې زما څخه دا وېره لیري کړه، چې دا توپ به له بونډرۍ څخه ونه وځي.”

رسل دا هم وویل، چې هغه د لوړو شپیږیزو وهلو لپاره ډیر کار کوي، زه هره ورځ یوازې د دې لپاره زیات تمرین ترسره کوم، چې زما د بدن ځواک ډېر شي، ځکه چې شپږیزې په دوامداره توګه وهل ثابت کار ته اړتیا لري، زه غواړم شاټ په دومره زوره سره ووهم، چې د دوهم توپ راوړلو اړتیا پېدا شي.”

د ویسټ انډيز لوبډلې لوبغاړي په شپږیزو وهلو کې لوی مهارت لري، کریس ګېل د ډيرو شپږیزو وهلو په سر کې شتون لري، نوموړي په ۴۴۸ شل اوریزه لوبو کې ۱۰۴۲ شپږیزې، پولارډ په ۵۶۷ لوبو کې ۷۵۸ شپږیزې او رسل په ۳۸۲ لوبو کې ۵۱۰ شپږیزې وهلې او د لیست په درېیم ځای کې شتون لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې