افغانستان کریکټمرکې

له پخواني ګواښ وروسته د استرالیا کرکټ بورډ اجرائیوي مشر د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د ټیسټ لوبې په اړه تازه څرګندونې وکړې.

د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نیک هاکلي وایي، د اسټرالیا او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازنۍ ټيسټ لوبه ښایي وځنډيږې.

اجرائیوي مشر نیک هاکلي نن د اسټرالیا ځایي رسنۍ اې بي سي ته وویل، چې د افغانستان په وړاندې د اسټرالیا ټیسټ لوبه ممکن وځنډول شي، تر هغه وخته پورې چې دا روښانه شوې نه وي، چې د ط البانو واکمنېدل په افغانستان کې پر سپورټ کومه اغیزه کوي.

دا  په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت اسټرالیا کرکټ بورډ ګواښ وکړ چې ټیسټ لوبه به لغوه کړي، که د ط البانو حکومت ښځو او انجونو ته اجازه ورنکړې چې سپورت وکړي.

هاکلي زیاته کړه:” موږ پر خپل دریځ کلک ولاړ یو، دا چې د کرکټ لوبه د ښځو او انجونو لپاره په افغانستان کې سخته ده او ملاتړې نه لري، نو په همدې موخه موږ کوښښ کوو، چې په دې برخه کې هوښیار پاته شو او د نوي حکومت پالیسۍ ته په تمه واوسو.

همدارنګه به موږ دا ټیسټ لوبه تر هغه وخته پورې وځنډو، چې موږ ډاډ ترلاسه کړی نه وي او د اسټرالیا حکومت لخوا په دې برخه کې زیات وضاحت راکړل شوی نه وي.”

ټاکل شوې وه، چې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازنۍ ټیسټ لوبه د نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د اسټرالیا په هوبارټ لوبغالې کې ترسره شوې وای، خو یاده لوبه اوس تر نامعلومې مودې پورې افغانستان کې د روان وضیعت او د ښځينه لوبډلې ته د لوبو اجازې نه ورکولو په خاطر ځنډېږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې