افغانستان کریکټ

راتلونکې شل اوریزه جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د ټولو لوبو نېټې، راتلونکې جام وخت او د ملي لوبډلې ۱۵ کسیزه لوبډله.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي، دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

۱- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله خپله لومړۍ لوبه د لومړي پړاو څخه د لاره پیداکونکې لوبډلې سره ترسره کوي، افغانستان به دا لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۵مه نېټه مازدیګر ۶:۳۰ بجې په شارجه کرکټ لوبغالې ترسره کړي.

۲- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله خپله دویمه لوبه د سرسخت سیال پاکستان پر وړاندې ترسره کوي، افغانستان به دا لوبه د اکتوبر میاشتې په ۲۹مه نېټه مازدیګر ۶:۳۰ بجې د دوبۍ په کوربتوب ترسره کړي.

۳- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله خپله درېیمه لوبه د لومړي پړاو څخه د دویم لاره پیداکونکې هیواد سره ترسره کړي، دا لوبه به د اکتوبر میاشتې په ۳۱مه نېټه ماپښین ۲:۳۰ بجې په ابوظبۍ کې ترسره شي.

۴- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغان کرکټ ملې لوبډله خپله څلورمه لوبه د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي، دا لوبه به د نوومبر میاشتې په ۳یمه نېټه، مازدیګر ۶:۳۰ بجې په ابوظبۍ کې ترسره شي.

۵- راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام کې افغانستان خپله پنځمه لوبه د نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي، دا لوبه به د نوومبر میاشتې په ۷مه نېټه، ماپښین ۲:۳۰ بجې په ابوظبۍ کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام سیالیو لپاره ۱۵ لوبغاړي په دې سیالیو کې د لوبېدو په موخه تېره ورځ انتخاب کړه

۱۵ کسیزه لوبډله:

لوبډلمشر محمدنبي، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، شهزاد محمدي، هشمت الله شهیدي، اصغرافغان، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدران، کریم جنت، راشد، مجیب، حمید حسن، فرید ملک او نوین الحق شامل لوبغاړي دي، همدارنګه په احتیاطي لوبغاړو کې شراف الدین اشرف، دولت ځدران، سمیع الله شینواری او فضل حق فارقي شامل دي.

افغان کرکټ ملي لوبډله اوس په قطر هیواد کې ده او د وېزو د ستونزو تر حل کېدو وروسته به له یاد هیواد څخه په نړیوال جام کې د ګډون په موخه اماراتو ته سفر وکړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې