افغانستان کریکټ

افغان کرکټ ملي لوبډلې قطر ته په رسېدو خپل تمرینات پیل کړل، د لوبډلې اعلان یې وروستۍ ورځ ده.

افغان کرکټ ملي لوبډلې قطر ته په رسېدو سره راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام ته خپل تمرینات پیل کړل.

افغان کرکټ بورډ تېره میاشت د شل اوریزه نړیوال لپاره ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه، د ۸ لوبغاړو پرته چې له وړاندې خارج هېوادونو ته رسېدلي ۲۴ کسیزه نوي لوبډله ولیږله.

د افغان کرکټ بورډ وروستیو معلوماتو له مخې چې په لوبډله کې یو څه بدلون راځي، تر څنګ یې د ۱۸ کسیزې لوبډلې شمېر تر ۱۵ لوبغاړو محدودوي.

کرکټ نړیوالې شورا په راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام کې د ګډون کونکو لوبډلو اړوند کرکټ بورډونو ته خبر ورکړی و چې ۱۵ کسیز نوملړ د سپټمبر تر لسمې نېټې اعلان او دوی ته وسپاري.

کرکټ نړیواله شورا اړوند کرکټ بورډونو ته اجازه ورکوي ترڅو د یوې میاشتې په جریان کې د سپټمبر لسمې څخه د اکتوبر تر لسمې نېټې په لوبډله کې څلور بدلونونه راولي، تر دې زیاته اجازه به ونلري.

خو د اکتوبر لسمې نېټې وروسته کرکټ نړیواله شورا هېڅ لوبډله ته اجازه نه ورکوي ترڅو په لوبډله کې پرته د کوم لوبغاړي ټپي کېدو یا ناروغۍ له امله تغیرات راولي.

که چېرته د اکتوبر لسمې نېټې وروسته کوم لوبغاړی د ناروغۍ یا ټپي کېدو له امله بهر کیږي او پرځای یې بل لوبغاړي راځي، نو کرکټ نړیواله شورا د یاد لوبغاړي ټیسټونه کوي، که چېرته د لوبغاړي ټپې کېدل یا ناروغي جدي وي بیا به اړوند کرکټ بورډ له اختیاطي لوبغاړو څخه د بهر شوي لوبغاړي ځای ناستی ټاکي.

دا چې نن د اکتوبر ۱۰ مه نېټه ده افغان کرکټ سلیکشن کمېټه به خپله وروستۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې