دلوبغاړو په اړهلیګونه

پښاور زلمي لوبډله په راتلونکي فصل کې د ترکیې او چین لوبغاړي لوبوي.

د پاکستان سوپر لیګ ګډون کونکي لوبډلې «پښاور زلمي» مشر جاوید افریدي وویل چې راتلونکي اووم فصل پاکستان سوپر لیګ کې به دوه کریکټران چې یو یې د ترکیې او بل یې د چین دی د خپلې لوبډلې برخه وګرځوي.

جاوید افریدي وویل چې پښاور زلمي لوبډله تل هڅه کوي چې ګاونډي او دوستانه هیوادونه د کرکټ له لارې نږدې کړي او دا به په چین او ترکیه کې کرکټ ته وده ورکړي.

پښاور زلمي لا دمخه د پاکستان سوپر لیګ په تیرو فصلونو کې د سکواډ سره دوه چینایي او ترکي کرکټ لوبغاړو ته د روزنې او زده کړې لپاره موقع ورکړي وه.

جاوید افریدي وویل چې اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې به د ترکیې او چین لوبغاړو ته موقع برابره شي څو د نړیوالو کریکټرانو په شتون کې تجروبې ترلاسه کړي او خپل هېواد کې یې له نورو لوبغاړو سره شریکې کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې