دلوبغاړو په اړه

نړیوال جام کې یې شتون شکمن دی، د پاکستان شل اوریزه نړیوال جام نوملړ کې شامل لوبغاړی د کورنۍ لوبې پرمهال ټپي شوی.

د راپورونو له مخې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د منځني ارډر لوبغاړی «صهیب مقصود» په کورنۍ سیالیو کې تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته وړل شوی چې شل اوریزه نړیوال جام کې یې شتون شکمن دی.

مقصود اوس مهال د پاکستان په کورنۍ “نیشنل ټي ټونټي کپ” شل اوریزه سیالیو کې لوبیږي، خو تېره لوبه کې نوموړي د خپلې لوبډلې سره د ټپونو له امله شتون نه درلود.

د جیو نیوز راپور له مخې چې نوموړي ته لوبېدل ستونزمن و او د «ایم آر ای» سکین لپاره روغتون ته وړل شوی، په لوبډله کې د هغه د شاملولو پریکړه به د سکین راپور وروسته وشي.

که چېرته نوموړي ته ډاکټر د استراعت غوښتنه وکړه ممکن ځوان لوبغاړی حیدرعلي د نوموړي ځای ناستی لوبغاړی اعلان شي.

حیدرعلي او مقصود چې دواړه اوس مهال د پاکستان په کورنۍ شل اوریزه سیالیو کې لوبیږي، مقصو په ۷ سیالیو کې ۱۹۴ او حیدرعلي ۲۸۰ منډې جوړې کړي دي.

نړیوال جام ته د پاکستان اعلان شوي لوبډله:

بابر اعظم لوبډلمشر ، شاداب خان مرستیال لوبډلمشر، آصف علي ، اعظم خان ، حارث روف ، حسن علي ، عماد وسیم ، خوشدل شاه ، محمد حفیظ ، محمد حسنین ، محمد نواز ، محمد رضوان ، محمد وسیم جونیر ، شاهین شاه افریدی او صهیب مقصود.

اختیاطي لوبغاړي: شاهنواز داني ، فخر زمان او عثمان قادر.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې