دلوبغاړو په اړهلیګونه

ابوظبي ټي ټین لیګ نیلامي پړاو کې د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ ځوان لوبغاړی اظهار الحق نوید هم واخیستل شو

د ابوظبي لس اوریزه لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو ډرافټ یا نیلامي پړاو تیره شپه ترسره شو چې پکې د نړیوالو مشهورو لوبغاړو ترڅنګ به اوه افغان لوبغاړي هم پکې برخه ولري.

دا ځلې په لومړي ځل په یاد لیګ کې افغان ځوان لوبغاړی اظهار الحق هم واخیستل شو او نوموړی به د نجیب الله ځدراڼ سره یو ځای په دېکن ګلډیئټرز لوبډله کې لوبډله کې لوبې ترسره کړي.

اظهار الحق نوید د افغانستان نوولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی دی چې په ښي لاس لیګ بریک توپ اچونه ترسره کوي او ددې ترڅنګ توپ وهنه هم ترسره کولای شي.

د اظهار الق نوید په ګډون او همداشان کومو لوبډلو چې ځینې افغان لوبغاړي له ځان سره ساتلي ټولټال اوه افغان لوبغاړي به په پنځم پړاو ابوظبي لس اوریزه لیګ کې لوبې ترسره کړي.

رحمان الله ګربز،قیس احمد او نوین الحق هغه ږ افغان لوبغاړي وو چې خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي وو او بولۍ ته وړاندې نشول.

پدې اوو افغان لوبغاړو کې به رحمان الله ګربز او فضل حق فاروقي د ډهلي بولز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

حضرت الله ځاځی او قیس احمد به د بنګله ټایګرز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

نجیب الله ځدراڼ او اظهار الحق نوید به د دېکن ګلډیئټرز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

او نوین الحق به د ابوظبي لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

ټاکل شوي چې پنځم پړاو ابوظبي لس اوریزه لیګ سیالۍ به د راتلوونکي نومبر میاشتې په نوولسمه نېټه پیل چې د دسمبر تر څلورمې نېټې به دوام وکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې