نړیوال کریکټ

کرکټ نړیوالې شورا وایي،د ایم سي سي نوی قانون به نړیوال جام کې پلي کړي

تیره میاشت ایم سي سي یا ملبورن کرکټ کلب په کرکټ کې نوی قانون یا ماده را منځ ته کړه چې له مخې به یې لدې وروسته “بېټسمین” په ځای کرکټ کې د “بېټر” لفظ کارول کیږي.

ایم سي سي ویلي وو،لدغه ګام څخه یې موخه د کرکټ لوبې نور شهرت کول او اساسي کول دي.

کرکټ نړیوالې اوس تازه پخپله خپاره شوی اعلامیه کې ویلي،چې د ایم سي سي دغه نوی قانون د “بېټر” توپ وهونکي لفظ په عملي ډول د نړیوال جام سیالیو پر مهال پلی او عملي کړي.

کرکټ نړیوالې شورا زیاتوي،ددې تیرو څو میاشتو راهیسې اوس هم ځینې کمینټیټران یا مبصرین د لوبو پر مهال د بېټمسین د لفظ په ځای بېټر کلمه استعمالوي.

د یادې شورا په وینا،چې اوس به یې په رسمي او عملي ډول سره یاد لفظ عملي کړي.

ملبورن کرکټ کلب یا ایم سي سي هغه اداره ده چې په لومړي ځل یې د کرکټ لپاره یې اصول او مقرارت رامنځ ته کړي دي او تر دننه هم په لوبو کې کارول کیږي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې