بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

دا دې پیاوړي لوبغاړي په نه شتون کې به انګلستان کرکټ ملي لوبډله د اشیز لوبلړۍ کې له ستونزو سره مخ شي.

 د انګلستان کرکټ ملي لوبډله به د ډیسمبر په میاشت کې د اسټرالیا ملي لوبډلې سره د ټيسټ لوبو سریز ترسره کړي، چې په دې اشیز لوبلړۍ کې په زیات احتمال سره بین سټوکس به شتون ونه لري.

 د یوه راپور له مخې، د انګلستان پیاوړی الراونډر لوبغاړی بین سټوکس به د خپلې ماتې شوې ګوتې دویمه جراحي ترسره کړې، چې په ډېر احتمال سره به د اشیز لوبلړۍ له لاسه ورکړي.

 نن سټوکس په خپل رسمې انسټاګرام کې د خپلې میرمن کلېر سره یو عکس خپور کړی، چې په دې عکس کې ښکارې د نوموړي د ښي لاس ګوتې تړل شوي.

 بین سټوکس له هر ډول کرکټ سره د څه مودې لپاره مخه ښه کړې، نوموړي د جولای له ۲۶مې نېټې څخه بیا تر اوسه هیڅ دول کرکټ نه دی ترسره کړې، سټوکس غواړې د خپلې ګوتې عملیات په سمه توګه وکړې او ژر بیرته د کرکټ لوبو ته را وګرځې.

د یادونې ده، چې سټوکس په نړیوال شل اوریزه جام سیالیو کې هم د انګلستان ملي لوبډلې سره د ګوتې ټپ له امله نشی لوبېدلی.

 د انګلستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبې په اسټرالیا کې پلان شوي، چې د روان کال په ډیسمبر میاشت کې به پیل او د راتلونکې کال جنوري میاشت کې به پای ته ورسيږي، تېر ځل د یادو سیالیو اتلوالې اسټرالیا په خپل نوم کړې وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې