دلوبغاړو په اړه

سرفراز احمد د پاکستان تر ټولو بریالی لوبډلمشر شو.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر «سرفراز احمد» د پاکستان شل اوریزع فارمټ تر ټولو بریالی لوبډلمشر شو.

د پاکستان په روانو کورنۍ “نیشنل شل اوریزه کپ” سیالیو کې د هغه د لوبډلې سنده ته په ماتې ورکولو سره وروستۍ بریا سره نوموړی په لنډ فارمټ کې ترټولو بریالی لوبډلمشر شو.

سرفراز له ۱۴۰ شل اوریزه لوبو څخه ۸۶ ګټلي دي چې ۶۱.۴ یې د ګټلو فیصیدي ده ، ورپسې شعیب ملک دی چې په ۶۳.۹ فیصدۍ سره یې ۸۵ لوبې ګټلي دي.

د یادونې وړ ده چې سرفراز په ۲۰۱۸ م کال کې په چیمپینز ټرافي کې پاکستان ته بریا ورکړه، سربیره پردې د هغه په ​​کپتانۍ کې پاکستان د پرله پسې ۱۱ شل اوریزو سیالیو لړۍ ګټلو ریکارډ هم لري.

باید یاده کړو چې هغه د پاکستانۍ نولس کلنې لوبډلې لوبډلمشر هم و چې په ۲۰۰۶ م کال کې یې د نولس کلنو نړیوال جام ګټلی و.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې