مقالېنړیوال کریکټ

هند کرکټ بورډ غواړي چې لغوه شوي ټیسټ سیالي بیا ترسره کړي، د انګلستان خلاف پنځو ټیسټ سیالیو لړۍ دوه یو د هند په ګټه پای ته ورسېده، روهیت شرما په اړه یې څه وایي.

د کوربه انګلستان او هندوستان ترمنځ د دویم پړاو «ټیسټ چیمپنز شپ» د پنځو ټیسټ سیالیو لړۍ تېره میاشت د هندوستان په ګټه ۲/۱ پای ته ورسېده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځو ټیسټ سیالیو څخه یوه لوبه بې پایلې، یوه یې انګلستان او دوه سیالۍ یې هندوستان وګټلې، خو وروستۍ لوبه د کرونا وایروس له امله لغوه اعلان شوه.

هغه وخت ډېرو نړیوالو کرکټ مبصرینو انتقاد وکړ چې پنځمه ټیسټ سیالۍ د کرونا وایروس له امله نه بلکې د هندوستان غوره لیګ پیلیدو لپاره لغوه اعلان شوه.

که څه هم هغه وخت پنځمه ټیسټ سیالي لغوه اعلان شوه، خو هند کرکټ کنټرول بورډ پلان لري ترڅو لغوه شوي ټیسټ لوبه راتلونکي ۲۰۲۲ م کال کې بیا ترسره کړي.

د پنځمې ټیسټ سیالۍ لغوه کېدو وروسته لړۍ د هند په ګټه ۲ د ۱ په مقابل کې اعلان شوه، که چېرته دغه لوبه بیا ترسره کیږي او انګلستان بریا ترلاسه کړي، نو لړۍ به دو پر دوه مساوي پای ته ورسیږي.

د هندوستان لوبډلې د شل اوریزه او پنځوس اوریزه فارمټ مرستیال لوبډلمشر «روهیت شرما‹ د انګلستان په وړاندې په مانچسټر کې د تیرې میاشتې پریښودل شوي پنځمې ټیسټ لوبې وضعیت په اړه هیڅ نظر نلري، مګر هغه په ​​خپل ذهن کې خورا روښانه دی چې د هغه لوبډلې سختې سیالۍ ترسره کړې او لړۍ یې دوه د یو په مقابل کې ګټلې ده.

له څخه وپوښتل شول تاسو د انګلستان خلاف په ۴ ټیسټ سیالۍ کې د یوې سلیزې او ۲ نیمه سلیزې په مټ ۴۰۰ منډې وکړې، تاسو له خپل فرفامنس څومره خوښ یاست.

نوموړي وویل چې دا زما غوره لړۍ نده، زه احساس کوم چې زما غوره لوبه لا پاتې ده، ما په ساوت امپټون کې د نړیوالې ټیسټ اتلولۍ فاینل څخه مخکې فکر وکړ چې زه کوم ډول تخنیک او ذهنیت ته اړتیا لرم، زه له خپل فرفامنس ډیر خوښ وم او غواړم چې په راتلونکي کې له ډېر مسؤلیت واخلم.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې