بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

انګلستان په نړیوال شل اوریزه جام کې بل پیاوړی لوبغاړی له لاسه ورکړ.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی سیم کرن د ملا درد له امله د نړیوال جام سیالیو څخه بهر شو.

سیم کرن چې اوس مهال د هند غوره لیګ په سیالیو کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې سره لوبیږي، د تېري شنبې په ورځ د راجستان رویالز پروړاندې د لوبې وروسته د ملا درد څخه شکایت وکړ.

نوموړی سمدستي ډاکټر ته یوړل شو او د ملا انځورونه یې واخیستل شوه، چې د ډاکټرانو له لورې ورته د لوبو کولو اجازه ور نه کړل شوه، کرن به له امارتو څخه ډېر ژر انګلستان ته انتقال شي، د سیم کرن پر ځای لوبډله کې د هغه ورور ټام کرن هم شتون لري او د لوبېدو چانس یې زیات شو.

انګلستان ملي لوبډله پر داسې مهال مهم لوبغاړی له لاسه ورکوي، چې له دې مخکې یې دوه نور پیاوړي لوبغاړي بین سټوکس او جوفرا ارچر هم د ټپونو له امله نړیوال جام له لاسه ورکړی.

ټاکل شوې ده، چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډله په نړیوال شل اوریزه جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۲۳مه نېټه د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې