دلوبغاړو په اړه

حفیظ د ناروغۍ له کبله د خپلو داخلي لوبو بهر او نړیوال جام کې لوبیدل یې شکمن شول

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړی محمد حفیظ چې نړیوال جام ته د پاکستان په ملي لوبډله کې هم نومول شوی.نوموړی پدې وروستیو کې ناروغ شوی او له همدې کبله د پاکستان داخلي نېشنل کپ سیالیو بهر شو.

د حفیظ د روغیدو به تقریبا یوه میاشت وخت ونیسي او ویل کیږي چې له کبله یې ممکن نوموړی راتلوونکي نړیوال شل اوریز جام څخه هم بهر شي.

محمد حفیظ پدې وروستیو کې د هوټل له غذا څخه شکایت کړی وو،اوس نوموړی ناروغه شوی دی.

پاکستان بورډ چې لا وړاندې یې نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړې،خو لا هم د پخوانیو لوبغاړو لخوا پرې نیوکه کیږي چې ځینو مهمو لوبغاړو ته یې ځای ندی ورکړئ.

داسې احتمال دی چې پاکستان کرکټ بورډ به د نړیوال جام لپاره غوره شوي لوبډلې نوملړ کې تغیرات هم رامنځ ته کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې