افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهمرکې

نوروز منګل: لوبډلې سره کوښښ کوو چې نړیوالو لوبو ته یې ښه چمتو کړو.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی نوروز منګل وایي، نړیوال جام ته د لوبغاړو پر بېلابېلو مهارتونو کار روان دی او کوښښ کوو، چې لوبغاړي نړیوالو لوبو ته په پوره ډول چمتو کړو.

منګل پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې نړیوال شل اوریزه جام ته د افغان ملي لوبډلې روزنیز تمریناتې کېمپ په مرکز کابل کې روان دی.

د دې ترڅنګ ملي لوبډله د تمریناتو سربېره خپل منځې لوبې هم ترسره کوي، تر څو ښه چمتوالی ولري.

په راتلونکې نړیوال شل اوریزه جام کې افغانستان په بي ګروپ کې د هندوستان، پاکستان او نیوزلینډ ملي لوبډلو سره په ګروپ کې شتون لري.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي، دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې