دلوبغاړو په اړهمقالې

په ۲۰۲۲ کال ای پي ایل کې نوي قوانین، د سلو مترو هاخوا شپږیزه وهلو باندې اته منډې حسابیږي.

ای پي ایل سيالۍ چې په نړۍ کې تر ټولو مشهوره او خوندورې سيالۍ شمیرل کیږي،راتلوونکي ۲۰۲۲ کال ای پي ایل پړاو کې به د ځينو نویو قوانینو شاهد وي.

دا چې دغه لیګ نور هم خوند پيدا کړي د ای پي ایل لیګ ادراي کمېټې پریکړه کړې چې پدغه لیګ کې به نوي قوانین رامنځ ته کړي چې د مینه والو د خوښۍ سبب به وګرځي.

په نويو قوانینو کې چې راتلوونکي پړاو کې به پیل شي.پدې ډول دي:
۱- هر لوبغاړی چې د ۱۰۰ مترونو څخه هاخوا په واټن سره شپږیزه ووهي.په شپږیزه به اته منډې ورکول کیږي.

۲ – پاور سرج:دغه رول یا قانون به په ای پي ایل سيالیو کې ډير په زړه پورې ثابت شي،پاور سرج په لومړي ځل د اسټرالیا په بیګ باش سيالیو کې رامنځ ته شو، ددې قانون له مخې پاور پلې یا دایرې اورونه په دوو برخو ویشل کیږي.

تر لومړیو څلورو اورونو پورې به پاور پلې یا دایره وي.او باقي دوه اورونو پارو پلې به د لسم اور وروسته د بېټسمینانو په خوښه اخیستل کیږي.

۳ – فوم لروونکي بالر ته اضافي اور: په شل اوریزه پارمټ سيالیو کې زیاتره وخت ښه بالر هم د بېټسمینانو لخوا ټارګیټ کیږي،خو زیاتره داسې بالران هم شته چې پخپلو اورونو کې ښه ځلیږي،د فوم لروونکي یا هغه بالر چې ښه اورونه یې ترسره کړي وي،د هغه لپاره به د څلورو اورونو هاخوا یو بل اور اجازه هم ورکړل شي.

۴ – لوبډله چې لسو اورونو کې لوبه بشپړه کړي،اضافي نمره ورکول کیږي: زیاتره وخت په لوبو کې د ځينو لوبډلو پوینټونه برابر وي،خو د رن رېټ له کبله پرې لوبډله مخکې وي،په راتلوونکي ای پي ایل سيالیو کې د همدې ستونزې د هواري لپاره یو دا قانون هم پکې رامنځ ته شو،کومه لوبډله چې په لسو اورونو کې دننه بریا ترلاسه کړي یا لوبه پای ته ورسوي،اضافي پوینټ یا نمره به ورکول کيږي.

۵ – ورو اورونو سزا:په ځنډ سره یا د ورکړل شوي وخت سره د لوبې پای ته نه رسولو ستونزه په ای پي ایل سيالیو کې د ډير وخت راهیسې شتون لري.

مونږ وینو چې په روانو ای پي ایل سيالیو کې هم د ځينو لوبډلو کپتانان د ورو اورونو یا د لوبې لپاره ټاکل شوي وخت کې د لوبې د پای ته نه رسولو له کبله زیاتره کپتانان جریمه شوي دي.د همدې ستونزې د هواري لپاره ای پي ایل اداري کمېټې دا قانون رامنځ ته کړ چې راتلوونکي پړاو کې چې کومه لوبډله د ټاکلي وخت څخه اضافي وخت کې لوبه پای ته ورسوي.

د ورو یا په ځنډ سره د اورونو د سرغړونې له کبله به پنځه منډې جریمه کیږي.که څه هم پنځه منډې جریمه دومره ستره سزا نده،خو دا شل اوریزې لوبې دي او پنځه منډې هم د لوبې برخلیک ټاکلی شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې