لیګونه

حیدراباد لوبډلې اسانه ۱۲۵ منډې هدف هم ترلاسه نشو کړی او د اتمې ماتې سره مخ شوه.

د هندوستان غوره لیګ په دوام ۳۷ مه لوبه د حدول اووم او اتم مقام لرونکو پنجاب کینګز او حیدراباد ترمنځ ترسره شوه چې پکې پنجاب کینګز په ۵ منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې پنجاب لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۲۵ منډې وکړې.

پنجاب ته اډم مارکرم ۲۷ او راهول ۲۱ زیاتې منډې وکړې، حیدراباد ته جیسن هولډر ۳، د راشدخان په شمول نورو توپ اچونکو یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

حیدراباد ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۲۰ منډې وکړې او د ۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

حیدراباد ته هولډر ۴۷ ناسوځېدلي منډې وکړې، پنجاب ته روي بیشنو ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

په دې سره حیدراباد له ۹ سیالیو څخه اتمه لوبه هم وبایلله چې د جدول وروستی مقام لري، خو پنجاب د لسو لوبو څخه څلورمه بریا خپله د جدول پنځم مقام یې خپل کړ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې