لیګونه

چینای سوپر کینګز بنګلور ته په ماتې ورکولو سره د جدول لومړی مقام خپل کړ.

د هندوستان غوره لیګ په دوام ۳۵ لوبه د چینای سوپر کینګز او رایل چیلینجرز بنګلور ترمنځ ترسره شوه چې پکې چینای په ۷ ویکټو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې بنګلور لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورنو کې یې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۵۶ منډې وکړې.

بنګلور ته دواړو اوپنرانو ویراټ کوهلي ۵۳ او پاډیکل ۷۰ منډې وکړې، چینای ته ټکور دوه او براوو درې ویکټې ترلاسه کړې.

چینای سوپر کینګز ټاکل شوی هدف د لوبې ۱۸.۱ اورونو کې د ۴ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۶ ویکټو یې بریا خپله کړه.

چینای سوپر ګینګز ته روتوراج ګیکواډ ۳۸، امبتي رایډو ۳۲ او فاف ډوپلیسي ۳۱ زیاتې منډې وکړې، بنګلور ته هرشل پټېل دوه، مکسویل او چاهل یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په دې سره چینای سوپر کینګز د ۹ سیالیو څخه ۷ مه بریا خپله او د جدول لومړی مقام یې خپل کړ.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې