دلوبغاړو په اړهلیګونه

په لوبډله کې د ستر عمر لوبغاړي، ډوني څرګنده کړه چې د لوبې پر مهال له ډیون براوو سره د توپ په انتخاب جنګ کوي.

د چینای سوپر کینګز لوبډلمشر ایم ایس ډوني د جمعې په ورځ «سپټمبر ۲۴ مه» رائل چلینجرز بنګلور ته په ۶ ویکټو ماتې ورکولو وروسته په مطبوعاتي کنفرانس کې ډوین براوو خپل ‘ورور’ وبلۀ.

هغه څرګنده کړه چې دوی ډیری وختونه د ورو اورونو لپاره د دوی د بالینګ پلانونو په اړه بحث کولو پرمهال یو بل سره جګړه کوي.

ډیون براوو د بنګلور خلاف ۲۴ منډو په ورکولو سره ۳ ویکټې ترلاسه کړې، او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، که څه هم بنګلور په لومړي ۱۰ اورونو کې د کوم زیان پرته ۹۰ منډې درلودې.

خو براوو په سیالۍ کې د مکسویل، ویراټ کوهلي او هرشل پټېل ویکټې ترلاسه کړې چې بنګلور لوبډله یې یوازې په ۱۵۶ منډو ایساره کړه.

ډوني وویل چې هرځل ډیون براوو ته لارښونه کوم چې باید له سلو «ورو» توپ څخه ګټه واخلي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې