دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

هارډيک پانډيا نشتون نه یوازې ممبيي لپاره خواشینوونکی خبر دی،بلکې د هند لوبډلې لپاره هم دی.

هارډیک پانډيان د ممبۍ انډيانز لوبډلې یو پیاوړی او مهم لوبغاړی دی،خو نوموړی د ځينو ټپونو له کبله د ممبۍ انډيانز لوبډلې سره د پيل په دوو لوبو کې شتون نه درلوده او دده نه شتون ددې لامل شو چې ممبۍ انډيانز لوبډله د پيل دواړه لوبې وبایلي.

ممبۍ انډيانز لوبډلې که څه هم په دواړو لوبو کې ښه پیل ورکړئ،خو په منځنۍ برخه کې هره لوبه کې د هارډیک پانډيان تشې احساسیدل ددې لامل شو چې یاده لوبډله په دواړو سيالیو کې له ماتي سره مخ شي.

د هارډيک پانډيا نه شتون نه یوازې ممبيۍ لوبډله په تشویش کې اچولې،بلکې نړیوال جام را روان دی او په ای پي ایل څو لوبو کې د هارډيک پانډيا نه شتون د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره هم خواشینوونکی خبر دی.

هارډيک پانډيا د ای پي ایل سيالیو د پیل وړاندې د تمریناتو پر مهال معمولي ډول ټپي شوی،سربیره پردې نوموړي د تمریناتو لړۍ جاري ساتلې،خو نوموړي ته ددې کبله چې نړیوال جام په مخکې دی او ممبيي لوبډله نه غواړي چې نوموړي ته زیاته ستونزه پیښه شي چې له کبله یې نوموړی نړیوال جام بهریدو ته اړ کیږي.

داسې معلومات هم ورکړل شوي چې ممبۍ انډيانز لوبډلې ته د هند کرکټ بورډ لخوا خبر ورکړل شوی،چې ترڅو هارډيک پانډيا سل سلنه فېټ نه وي،په سيالیو کې يې ونه لوبوي چې له کبله یې نوموړي څخه نړیوال جام پاتي شي.

د ممبۍ انډيانز لوبډلې د تیرې لوبې پر مهال د یادې لوبډلې روزونکي شین بونډ ویلي وو،چې هارډيک پانډيا تمریناتو لړۍ پیل کړې او د نوموړي ټپونه اوس په ښه کیدو دي.

خو نوموړي دا ونه ویل چې کله به نوموړی د ممبۍ انډيانز لوبډلې لپاره ولوبیږي.

لدې وړاندې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي سبا کریم د نړیوال جام لپاره په سکواډ کې د پانډيان اعلانیدل تر پوښتنې لاندې راوستي.

نوموړي ویلي وو،چې نوموړی باید لومړی فېټنیس برابر کړي،بیا داخلي لوبې ولوبوي او له هغې وروسته ملي لوبډلې ته راشي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې