بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

نړیوال کرکټ کې څلور هغه لوبغاړي، چې زیات ځلې یې د سریز د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي دي.

شل اوریزه، یو ورځنۍ او ټیسټ لوبې د کرکټ درې فارمټه دي، چې په یادو فارمټونو کې ۴ لوبغاړو په زیات ځلې د سریز د غوره لوبغاړو جایزې خپلې کړي دي.

ویرات کوهلي، جک کیلس، شکیب الحسن او سچن ټنډلوکر په دې لیست کې شامل لوبغاړي دي او په خپل نوم یې زیاتې جایزې ترلاسه کړي.

لومړي ځای کې ټنډلوکر دی، نوموړي ۲۰ ځله د سریز غوره لوبغاړی ټاکل شوی، همداسي په ترتیب سره  ویرات کوهلي ۱۹ ځله، شکیب الحسن ۱۶ او جک کیلس ۱۵ ځله په سریزنو کې د غوره لوبغاړي جایزې خپلې کړي دي.

په دې څلورو لوبغاړو کې ویرات کوهلي جک کیلس او ټنډلوکر توپ وهونکي دي او شکیب الحسن سلو توپ اچونکی او توپ وهونکی دی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې