لیګونه

نيپال لیګ نن د څلورو افغان لوبغاړو په شتون کې پېلیږي.

ټاکل شوې ده نن د سیپټمبر میاشتې له ۲۵مي نېټې څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر ۹مي نېټې پورې د نيپال EPL کرکټ لیګ څلورم پړاو راپېل شي، چې پکې شپږ لوبډلې به شاملې وي.

برانتنګتر وایررز، کتماندو کینګز، پوکارا رهینوس، برهوا ګلډیټورز، لالیټپور پاتروتز او چیتوان ټایګرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په څلورم پړاو کې شتون لري. 

دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶م کال کې، د دویم ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې او د درېیم ځل لپاره بیا په ۲۰۱۸م کال کې ترسره شو، چې د لومړي پړاو اتلولي یې پنچاکنیا ټیج لوبډلې، د دویم پړاو اتلولې یې بیرانتنېګر وایررز لوبډلې او د درېیم پړاو اتلولې بیا لالیټپور پاتروتز لوبډلې خپله کړه. 

چیتوان ټایګرز لوبډلې شهزاد محمدي او کریم جنت، عظمت الله عمرزی لالیټپور پاتروتز لوبډلې او رحمان الله ګربز کتماندو کینګز  لوبډلې له ځلن سره اخیستط او له دوی سره لوبیږي.

ټا کل شوې ده چې نن په لومړۍ لوبه کې د رحمن الله ګربز او عظمت الله عمرزي لوبډلې د یو بل پروړاندې لوبه ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې