دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مهیلا جي ورډهني د سریلانکا لوبډلې سره یو ځای شو.

د سریلانکا پخوانی لوبغاړی او تجربه کاره روزونکی مهیلا جي ورډهني د نړیوال شل اوریز جام لپاره د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د مشاور روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

مهیلا جي ورډهني اوسمهال په اماراتو کې دی او هلته په ای پي ایل سیالیو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې سره د روزونکي په حیث دنده په مخ وړي.

ویل کیږي چې نوموړی به د نړیوال شل اوریز جام پای ته رسولو وروسته د سریلانکا نوولس کلنو لوبډلې سره هم د مشاور روزونکي په توګه کار په مخ یوسي.

مهیلا جي ورډهني د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۱۴۹ ټیسټ، ۴۴۸ یو ورځنۍ او ۵۵ شل اوریزې لوبې کړي.

جي ورډهنی د کمار سنګاکارا وروسته په ټیسټ کرکټ کې د سریلانکا لپاره دوهم زیاتي منډ جوړونکی لوبغاړی دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې