بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

لیویس: په نړیوال جام کې به د ویسټ انډیز لوبډلې باندې فشار زیات وي.

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی چپ لاسی توپ وهونکی ایون لیویس وایې، په راتلونکې نړیوال شل اوریزه جام کې به د ویسټ انډيز لوبډلې باندې پریشر زیات وي، ځکه یاده لوبډله د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه جام ګټونکې لوبډله ده.

ایون لیویس زیاته کړه:” د ویسټ انډیز لوبډله به د راتلونکې میاشتې په شل اوریز نړیوال جام کې تر فشار لاندې وي ځکه، چې موږ باید د هغه لقب دفاع وکړو، چې موږ په ۲۰۱۶  کال کې په هند کې ترلاسه کړې و، موږ اړتیا لرو لومړی د ګروپ له مرحلې څخه ووځو، موږ په سخت ګروپ کې قرار لرو او په دې ګروپ کې بابد مبارزه وکړو، ترڅو په کامیابۍ سره ووځو.”

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي، دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.

د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷م کال کې ترسره شو، چې ددې جام په لومړي پړاو کې هند کرکټ ملې لوبډلې اتلولې خپله کړه او  ویسټ انډیز هیواد دوه ځلې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶م کلنو کې لومړي مقامونه خپل کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې