بهرني لوبغاړيریکارډونهنړیوال کریکټ

شل اوریزه نړیوالو لوبو کې هغه لوبغاړي چې په کمو توپونو یې تېزه پنځوسیزه وهلې وي.

شل اوریزه لوبې چې د کرکټ په برخه کې تېزه لوبه ده، په زیات شمېر لوبغاړو په یادو لوبو کې بېل بېل ریکارډونه په خپل نوم کړي.

شل اوریزه نړیوالو لوبو کې توپ وهونکي کوښښ کوي، چې هر وخت د ځان او لوبډلې په ګټه زیاتې منډي جوړي کړي، تر څو لوبډله یې لوړ هدف ترلاسه کړي.

پر همدې اساس به شپږ هغه توپ وهونکي در وپېژنو، چې په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې یې په کمو توپونو تیزي پنځوس منډي جوړي کړي وي.

یوراج سینګ، کولین منرو، شای هوف، کریس ګیل، کویټن ډیکاک او لیم لیونګیسټون په دې لیست کې شامل لوبغاړي دي.

یوراج سینګ په ۲۰۱۷ کال کې د انګلستان پروړاندې په ۱۲ توپونو ۵۰ منډي جوړي کړي وې، کولین منرو په ۲۰۱۶ کال کې د سریلانکا لوبډلې پروړاندې په ۱۴ توپونو، شای هوف په ۲۰۱۸ کال کې د بنګله دیش پروړاندې په ۱۴ توپونو، کریس ګیل په ۲۰۱۵ کال کې د سویلي افریقا پروړاندې په ۱۷ توپونو، کویټن ډیکاک په ۲۰۲۰ کال کې د انګلستان پروړاندې په ۱۷ او لیونګیسټون په ۲۰۲۱ کال کې د پاکستان پروړاندې په ۱۷ توپونو پنځوسیزي وهلي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې