لیګونه

سریلانکا کرکټ بورډ د دوهم پړاو «لنکا پریمر لیګ» لوبغاړو اخیستو او لیګ پیلیدو نېټه اعلان کړه.

د سریلانکا کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوهم پړاو د لنکا پریمیر لیګ «ایل پي ایل» به د ډسمبر له ۴ مې نیټې څخه تر ۲۳ مې نیټې پورې ترسره شي.

که څه هم د سریلانکا هېواد شل اوریزه کرکټ لیګ نېټه دوه ځلې اعلان شوه خو خو یو شمېر ستونزو له امله یې نېټه بېرته وځنډول شوه.

د پنجشنبې ورځ سریلانکا کرکټ بورډ د لیک پیلیدو نېټه اعلان کړه، او زیاته یې کړنږه چې دغه لیګ ته د بهرنيو لوبغاړو راجسټریشن به د سپتمبر ۲۴ مه نېټه پیل شي.

لومړي پړاو لنکا پریمر لیګ سیالیو کې د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ زیات شمیر افغان لوبغاړو هم ګډون کړی وو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې