افغانستان کریکټمقالېنړیوال کریکټ

د پاکستان کرکټ بورډ سرچینې: پرته له شکه چې اوس مهال پاکستان نړیواله لړۍ ته سخته اړتیا لري، خو کابل ته د پاکستان لوبډلې لیږل هم یو ستر چیلینج دی.

د افغانستان کرکټ بورډ مشر «عزیزالله فضلي» به د یکشنبې په ورځ لاهور ته سفر وکړي او د خپل پاکستاني سیال “رمیز راجا” سره به وګوري ترڅو د دواړو هیوادونو ترمینځ د پنځوس اوریزه یا هم شل اوریزه سیالیو لړۍ تنظیم کړي.

د پاکستان کرکټ بورډ کې یوې باوري سرچینې تایید کړه چې عزیزالله فضلي به لاهور ته سفر وکړي ترڅو له رمیز راجا سره وویني.

سرچینې وویل ” تمه کیږي چې عزیزالله فضلي پاکستان ته راشي له پاکستان کرکټ بورډ څخه وغواړي چې سږکال د یو ورځنیو سیالیو لپاره خپله لوبډله کابل ته ولیږي.

ټاکل شوې وه چې افغانستان د سپتمبر په لومړیو کې په سریلانکا کې د لومړۍ ځل لپاره د دوه اړخیزې یو ورځنۍ لړۍ لپاره د پاکستان کوربه توب وکړي، خو د تا.البانو لخوا د هیواد تر نیولو وروسته دغه لړۍ وځنډول شوه.

سرچینې ومنله چې د پاکستان کرکټ بورډ لپاره به د بلنې په اړه وروستۍ پریکړه کول سخت وي ځکه چې د پاکستان حکومت لاهم د تا.البانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

سرچینې وویل ” د افغانستان لخوا ځنډول شوي لړۍ کې اضافه کول او په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان نړیوالو سیالیو ته سخته اړتیا لري، خو د تا.البانو د حکومت حیثیت ته په پام سره پاکستان کرکټ بورډ له یوې سختې پریکړې سره مخ دی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې