لیګونه

د هندوستان غوره لیګ په دوام نن ورځ دوه سیالۍ ترسره کیږي.

ټاکل شوې ده چې د هندوستان غوره لیګ په دوام نن د سپټمبر ۲۵ مه نېټه دوه مهمې سیالۍ ترسره شي.

د نننۍ ورځې په لومړۍ لوبه کې ماسپښین ۲:۳۰ بجې ډیلي کاپیټلز د راجستان خلاف لوبیږي، په روانو سیالیو کې ډیلي کاپیټلز د جدول دوهم او راجستان پنځم مقام لري.

د نن ورځې دوهمه لوبه ماښام ۶:۳۰ بجې د سنرایزر حیدراباد او پنجاب کینګز ترمنځ ترسره کیږي.

په روانو سیالیو کې پنجاب کینګز اووم او حیدراباد بیا وروستی اتم مقام له ځان سره لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې