لیګونه

د نپیال هېواد په شل اوریزه کرکټ لیګ سیالیو رحمان الله ګربز اړوند لوبډلې په لوی توپیر بریا خپله کړه.

د نپیال هېواد شل اوریزه کرکټ لیګ سیالۍ نن پیل شوې چې پکې لومړۍ لوبه د رحمان الله ګربز اړوند لوبډلې په لوی توپیر وګټله.

په دغه سیالۍ کې لالیتپور پېټروټز او کتمانډو کینګز الیون سره ولوبېدل چې لالیتپور په لومړي وار توپ وهنې سره ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۵۸ منډې وکړې.

د رحمان الله ګربز اړوند کتمانډو کینګز الیون ټاکل شوی هدف د لوبې ۱۴.۲ اورونو کې د ۳ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.

کینګز الیون ته رحمان الله ګریز ۵۹ او د زمبابوې لوبغاړي ریان بورل بیا ۷۳ ناسوځېدلي منډې ترلاسه کړې.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې