افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغان نولس کلن د بنګله دیش په وړاندې بریا ته نږدې شوي دي.

د پنځو یو ورځینۍ لوبو لړۍ وروسته چې کوربه بنګله دیش ۳-۲ وګټله، د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازینۍ ټیسټ یا هم څلور ورځینۍ لوبه پیل شوې ده.

په دغه سیالۍ کې بنګله دیش نولس کلنو په لومړي وار توپ وهنې سره ۱۶۲ منډې وکړې، افغان نولس کلنو یې په ځواب کې د بلال سعیدي ۱۱۴ منډو په مټ ۲۸۱ منډې وکړې.

بنګله دیش نولس کلنو په خپله دویمه پاڼې کې هم د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۲۸ منډې وکړې.

افغان لوبډلې ته یوازې ۱۰۹ منډې هدف وټاکل شو ځکه چې لومړۍ پاڼۍ کې افغان نولس کلنو ترې ۱۱۹ منډې زیاتې کړې وې.

افغان نولس کلنو د ۱۰۹ منډو هدف لپاره لوبه پیل کړې چې اوس مهال یې ۲۷ منډو کې یو لویغاړی د لاسه ورکړی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې