افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

افغان نولس کلنو د بنګله دیش نولس کلنو په وړاندې څلور ورځینۍ لوبه کې بریا خپله کړه.

په دغه سیالۍ کې بنګله دیش نولس کلنو په لومړي وار توپ وهنې سره ۱۶۲ منډې وکړې، بنګله دیش ته افتخار حسین او ايچ مولا ۳۷-۳۷ منډې وکړې، افغانستان ته بلال سمیع ۵ او اظهرالله نوید ۴ لوبغاړي وسوځول.

افغان نولس کلنو یې په ځواب کې د بلال سعیدي ۱۱۴ منډو په مټ ۲۸۱ منډې وکړې، ترڅنګ یې کمران هوتک ۶۶ منډې وکړې.

بنګله دیش نولس کلنو په خپله دویمه پاڼې کې هم د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۲۸ منډې وکړې، افغانستان ته یوځل بیا بلال سمیع ۳ او اظهرالله ۴ لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ته یوازې ۱۰۹ منډې هدف وټاکل شو ځکه چې لومړۍ پاڼۍ کې افغان نولس کلنو ترې ۱۱۹ منډې زیاتې کړې وې.

افغان نولس کلنو د ۱۰۹ منډو هدف ۴۳.۲ اورنو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۳ ویکټو یې دغه لوبه وګټله.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې