بهرني لوبغاړيلیګونه

سنرایز حیدراباد لوبډلې سره نوی لوبغاړی یو ځای شو.

ځوان تېزتوپ اچونکی عمران مالک د لومړي ځل لپاره د حیدراباد لوبډلې رسمي نوملړ کې شامل شو، حیدراباد لوبډلې عُمران مالک د کرونا ځپلي لوبغاړي ټي نتاراجان پرځای د لنډ وخت لپاره لوبډلې ته رابللی.

هندوستان غوره لیګ په زړه پورې مرحلې ته رسېدلی، څو ورځې وړاندې د ډيلي کپیټلز لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ څو ساعته مخکې د لوبغاړو کرونا ټیسټ وشو، چې ټي نتاراجان پایله مثبته راغله، وېره دا وه، چې یاده سیالي به د کرونا له امله وځنډېږي، خو د هندوستان غوره لیګ مسؤلینو وویل، چې یاده سیالي به په خپل وخت ترسره کېږي، چې بیا ترسره شوه او حیدراباد لوبډلې پکې ماته وخوړه.

مالک یو ځوان لوبغاړی دی، او د حیدراباد لوبډلې سره د تمریناتو پر مهال لوبېږي، او په رسمي لوبډله کې نه و شامل، خو اوس نوموړی د لومړي ځل لپاره د هند غوره لیګ برخوال شو.

تېز توپ اچونکي عمران تر اوسه یوه شل اوریزه او یوه لېسټ ای لوبه ترسره کړې، چې ټولټال یې څلور لوبغاړي سوځولي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې