بهرني لوبغاړيریکارډونهلیګونه

روهیت شرما هند غوره لیګ کې داسې ریکارډ جوړ کړ چې تر اوسه کوم لوبغاړي ندی جوړ کړی.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې او روان هند غوره لیګ کې د ممبي اینډینز لوبډلې لوبډلې لوبډلمشر رړهیت شرما لومړی لوبغاړی شو، چې په هند غوره لیګ کې د یوې لوبډلې پر وړاندې ۱۰۰۰ منډي پوره کوي.

روهیت یاد ریکارډ تېره ورخ د کلکتې لوبډلې پر وړاندې لوبه کې ترلاسه کړ، له دې مخکې روهیت د یادې لوبډلې پر وړاندې د هند غوره لیګ په ټولو پړاونو کې ۹۷۰ منډې کړې وې، په پرونۍ سیالۍ کې یې ۳۳ منډې وکړې، او د کلکتې پر وړاندې یې د ۱۰۰۰ منډو ریکارډ جوړ کړ.

له روهیت شرمت وروسته ډویډ وارنر دوهم لوبغاړی دی، چې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې يې تر دې دمه ۹۴۳ منډې ترسره کړي، په درییم ځای کې بیا هم وارنر دی، نوموړې تر دې دمه د کلکتې لوبډلې پر وړاندې ۹۱۵ منډې ترسره کړي.

ممبي انډینز لوبډله، په روان هند غوره لیګ کې د څلورو بریاو او پنځو ماتو سره د لوبډلو په جدول کې په ۶ ځای کې شتون لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې