دلوبغاړو په اړهریکارډونه

د نړۍ ټولو توپ اچونکو څخه مخکښ دی، راشدخان د ۲۰۲۱ م کال یوبل ویاړ هم له ځان سره لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ په هر لیګ کې لوبېدونکي لوبغاړي راشد خان ارمان په ۲۰۲۱ شل اوریزه لوبو کې لومړنی لوبغاړی شو، چې ۵۰ ویکټي یې بشپړې کړې.

راشد، مصطفیض الرحمن او تبریز شمسي هغه درې توپ اچونکي دي، چې په ۲۰۲۱ کال شل اوریزه لوبو کې یې زیاتې ویګټي ترلاسه کړي دي.

خان ۵۰، مصطفیض ۴۳ او شمسي ۴۱ ویکټي د ملي لوبډلې ترڅنګ په لیګونو او نورو شل اوریزه لوبو کې اخیستي دي.

تبریز شمسي د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزه لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې لومړی ځا، راشد درییم ځای او مصطفیظ الرحمن ۱۱ ځای لري.

راشد خان په ټوله کې تر اوسه په ۲۷۸ شل اوریزه لوبو کې لوبېدلی، نوموړې په یادو لوبو کې ۳۸۵ ویکټي ترلاسه کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۳ منډو په بدل کې د ۵ لوبغاړو سوځول دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې