دلوبغاړو په اړهلیګونه

د پنجاب کینګز په وړاندې د راشدخان لوی ریکارډ او حیدراباد سترې هیلې.

د هند غوره لیګ سیالیو کې د «سن رایزرز حیدر اباد» لوبډله روان کال په خورا بد حالت کې قرار لري.

دغې لوبډلې سره درې افغان لوبغاړي مجیب الرحمان، محمدنبي او راشدخان هم لوبیږي، خو روان فصل کې یې دغې لوبډلې د ۸ سیالیو څخه فقط یوه لوبه ګټلي چې د نمرو جدول کې وروستی اتم مقام لري.

حیدراباد راتلونکي نهمه لوبه د سپټمبر ۲۵ مه یعنې سبا د پنجاب کینګز خلاف ترسره کوي چې ګټل یې ورته خورا مهم دي.

حیدراباد په خپله فیسبوک پاڼه د پنجاب په وړاندې د راشدخان ریکارډي توپ اچونه ترسره کړې، راشدخان د پنجاب کینګز خلاف په ترسره سړیو ۹ سیالیو کې په هر اور کې د ۶ منډو په ورکولو سره «۱۷» لوبغاړي سوځولي دي.

د دوهم پړاو تګ لپاره هره لوبډله لږ تر لږه باید ۷ سیالۍ وګټي، حیدراباد چې له یې هم ۶ لوبې پاتې دي د ټولو ګټله ورته مهم دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې