مقالېنړیوال کریکټ

د انګلستان او نیوزیلینډ سفر هېرولو لپاره کراچۍ او لاهور لوبه کوي.

وروسته له هغې پاکستان کرکټ مینه وال، لوبغاړي او اداره سخته تر فشار لاندې راغله کله چې پاکستان ته لومړی نیوزیلینډ او بیا انګلستان خپل سفر لغوه اعلان کړ.

تازه په یوه مرکه کې د لاهور قلندرز لوبډلې مالک عاطف رانا ویلي دي چې که چېرته د لاهور او کراچۍ ترمنځ لوبه ترسره شي نو زه ډاډه یم چې د مینه والو خفګان به ختم شي.

نوموړی زیاتوي چې د انګلستان او نیوزیلینډ لوبې لپاره به لوبغالي ته دومره نندراچیان رانشي څومره چې د کراچۍ او لاهور قلندرز لوبډلې ترمنځ لوبې ته راځي.

نوموړي وویل چې هغه به خپله لوبډله د سیالۍ ترسره کولو لپاره چمتو کړي که چېرته پاکستان کرکټ بورډ ورته اجازه ورکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې