دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د اسیا په غوره لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي هم راغلي.

د ویزډن ویب پاڼي د خبر لمخې د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ پر اساس یې د یو ورځنیو لوبو لپاره د اسیا په سطحه یوه پیاوړې لوبډله انتخاب کړې ده.

په یاده لوبډله کې پنځه غوره توپ وهونکي په شمول د یوه ویکټ ساتونکی، دوه غوره آل راونډران او څلور غوره بالران، چې په دې کې درې تېز توپ اچونکي او یو سلوه توپ اچونګی شامل دي.

په دې لوبډله کې درې بنګله دیشي، درې هندوستاني، درې پاکستاني او دوه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي شامل دي، خو په لوبډله کې د سریلانکا هیواد هیڅ لوبغاړی نه دي اخیستل شوی.

۱۱ کسیزه لوبډله؛
امام الحق، روهیت شرما، بابر اعظم، ویرات کوهلي، فخر زمان، شکیب الحسن، مشفیق الرحیم، شاهین شاه افریدی، مجیب الرحمن، مصطفیض الرحمن او جسپریت بومرا شامل لوبغاړي دي.

محمد نبي، د نړیوالې شورا سره د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کې  د ۲۹۴ نمرو په درلودلو سره ۲ ځای لري، مجیب د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې د ۷۰۸ نمرو په درلودلو سره دریم ځای کې شتون لري.

توپ وهونکو کې بابر اعظم په نړیواله درجه بندۍ کې لومړی ځای، ویرات کوهلي دوهم ځای، روهیت شرما درییم ځای، فخر زمان ۱۱ ځای او مشفیق ۱۳ ځای لري.

الراونډرانو کې شکیب لومړي ځای کې او تېزو توپ اچونکو کې جسپریټ بومرا په ۷، مصطفیض الرحمن په ۱۱ او شاهین افریدي په ۱۳ مقام کې شتون لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې