دلوبغاړو په اړهلیګونه

حیدراباد مهم لوبغاړی د لاسه ورکړ، محمدنبي ته د لوبېدو چانس برابر شو.

سن رایزرز حیدر اباد لوبډلې تېر ماښام خبر ورکړ چې د دوی سره لوبیدونکي ویسټ انډیزی الراونډر « شیرفین روترفورډ» به نور له دوی سره شتون ونلري.

په یاده خبر پاڼه کې راغلي چې د نوموړي پلار مړ شوی چې د غم شریکۍ په پار له خپلې کورنۍ سره یوځای کیږي.

شیرفین روترفورډ وروسته له هغې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې سره یوځای شو چې استرالیاوي الراونډر میچل مارش د شخصي مصروفیاتونو له امله حیدراباد څخه د لوبېدو معذرت وغوښت.

شیرفین روترفورډ چې له هم کرانطین کې و په راتلو به د جیسن هولډر په ځای لوبیدای، خو د جیسن هولډر نه ځلیدو په ځای به اوس محمدنبي ته د لوبېدو چانس ورکول کیږي.

د اماراتو لوبغالي چې د ورو توپ اچونکو سره پوره مرسته کوي، په ترسره شویو سیالیو کې هم ورو توپ اچونکي ښه ځلیدلي، ممکن راتلونکي سیالۍ کې محمدنبي ته چانس ورکړل شي.

ټاکل شوې ده چې حیدراباد به خپله راتلونکي لوبه د سپټمیر ۲۵ مه نېټه د پنجاب کینګز خلاف ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې