افغانستان کریکټمرکې

جنرال مبین: د کرکټ بورډ په اداره کې د ۴۰ یا ۵۰ په ځای ۲۸۰ کسانو کار کاوۀ چې کمه معاش یې ۸۰ زره افغانۍ وه، خو دوی به پکې اصلاحت راولي.

د تا.لبانو یو تن ستر غړي جنرال مبین د شمشاد تلویزیون سره د افغانستان کرکټ او ورزش په اړه تازه څرګندونې وکړې.

نوموړي راشدخان او محمدنبي د افغانستان کرکټ ستوري وبلل او د کرکټ ملي لوبغاړي یې ملي اتلان یاد کړل.

مبین د افغانستان کرکټ بورډ اداره فساد ګره یاده کړه په وینا یې چې دوی به پکې اصلاحت رامنځته کړي.

هغه وویل چې د کرکټ بورډ اداره ۴۰ یا ۵۰ کسان اداره کولای شي خو د واسطو په زور یې شمېر ۲۸۰ کسانو ته رسېدلی وو.

هغه وویل چې د عادي مامور ټیټه معاش ۸۰ زره افغانۍ وه خو د لوړې معاش معلومات نلري.

مبین وویل چې کرکټ بورډ اداره کې به دومره کسان وګماري څومره ته چې ضرورت وي، هغه وویل چې د افغانستان په څېر د مالي ستونزې سره مخ هېواد، بیا د ۴۰ په ځای ۲۸۰ نفرو ته دنده ورکول او په دومره لوړ تعداد معاش ورکول بې انصافي دي.

هغه زیاته کړه: ملي لوبغاړي چې د څومره نازولو حق لري دومره ندي نازول شوي، هغه ژمنه وکړه چې لدې وروسته به ملي لوبغاړي سم ونازول شي.

نوموړي د ټاکل شوي اجرایه رایس نصیب ځدراڼ پلوي هم وکړه، هغه وویل چې کرکټ مینه وال دې انتقاد نه کوي، وخت به ورته معلومه کړي چې کرکټ بورډ کې څومره اصلاحت راولي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې