دلوبغاړو په اړهلیګونه

ای پي ایل: ډهلي کپټلز کپتان وروسته د کلکتې لوبډلې مشر هم جریمه شو

د کلکتې لوبډلې کپتان ایون مورګن د تیرې شپې ممبۍ انډیانز لوبډلې خلاف په لوبه کې د ورو اور یا د ټاکلي وخت کې د لوبې پای ته نه رسولو له کبله د میچ امپایرانو لخوا ۲۴ لکه هندۍ کلدارې جریمه شو.

د ایون مورګن ترڅنګ د لوبډلې هر لوبغاړی یې ۲۵ سلنه چې شپږ لکه هندۍ کلدارې کیږي،هم جریمه شول.

دا په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل لیګ کې د دوی لوبډلې دوهمه سرغړونه وه چې د لوبډلې ټاکلي وخت کې اورونه نه بشپړوي.

کلکتې لوبډلې یاده سیالي د ممبۍ انډیانز لوبډلې څخه په اوو ویکټو وګټله.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې لخوا د ۱۵۶ منډو په تعقیب کې تراپېتي (۷۴ ناسوځیدلي منډې) او آيئر ۵۳ منډې جوړې کړې او کلکتې ته یې د روان ای پي ایل دوهمې نیمایي لیګ د پیل دوهمه بریا هم ور په برخه کړه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې